
د پکتيا د يو شمېر ولسواليو اوسيدونکي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي نه لري او دوی اړ دي چې د ويالو او خوړونو اوبه وڅښي او له حکومت د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.خو د پکتيا ولايتي مسئولين بيا وايي: په شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې يې د څښاک د پاکو اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې ،چې د خلکو دغه ستونزه به ورسره حل شي.د شواک ولسوالۍ قومي مشر خان محمد وايي: په دغه ولسوالۍ کې پاکو اوبو ته ډېره اړتيا ده او زياتوي ،چې په دې سيمه کې د اوبه يوه شبکه بسنه نه کوي او له حکومت غوښتنه کوي، څو د پاکو اوبو نورې شبکې هم ورته جوړې کړي:(( ډېر اړتيا زموږ د پاکو اوبو دي، دغه ته زموږ لاس رسی نه کېده. په کليو، کڅو او نورو سيمو کې برمې ووهل شي ،چې خلکو ته پاکې اوبه ورسېږي.))د پکتيا وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسيدونکی ولي جان هم وايي: د څښاک د پاکو اوبو د نشت له کبله خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او په وينا يې، چې په دې سيمه کې په زرګونو کورنۍ پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري:(( په غريزه سيمه کې يو، کم او زيات زر کوره دره دي دا هر کور د څښلو اوبو ته ډېر ضرورت لري. خلک وينو ،چې له خوړه څخه يې په خرو باندې اوبه وړې.))په ورته وخت کې د پکتيا د کليو بيا رغونې او پراختيا رئيس ميرزاجان صادق وايي: په شواک او وزې ځدارڼ ولسواليو کې يې د يونيسف په مالي همکارۍ او د ډاکار موسسې له لوري دوې شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.نوموړي زياته کړه: له دغو شبکو به ۱۰۶ کورنۍ او د دوه بابه ښوونځيو ۱۰۲۷ زده کوونکي د څښاک د پاکو اوبو لپاره استفاده کوي: (( په راتلونکې کې اميد لرو موسساتو سره مو خبرې کړې دي او غوښتنې مو ترې کړي. هغه ساحې چې، ضرورتونه او مشکلات يې زيات وي د اوبو رسولو په برخه کې، موږ ته وعدې راکړل شوې، چې راتلونکې کال لپاره به پروژې وړاندې کوو او خلک به له دغه ستونزو خلاصوو.))د يادولو وړده ،چې د پکتيا په يو شمېر نورو ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او له اړونده ادارو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.