افغانستانخبرونه

د پوتين سلا کار له مولوي اميرخان متقي سره په کتنه کې: د افغان حکومت د اوسنيو لاسته راوړنو رښتينی انځور دې نړۍ ته وړاندې شي

د افغانستان داسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مسکو کې د روسيې فدراسيون د جمهور رئيس له سلا کار ادلګريف روسلان سعيد حسينويچ سره وکتل. د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې مولوي اميرخان متقي د افغانستان او روسيې ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګرۍ او اقتصاد د پياوړتيا لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې اړيکې مهمې وبللې.همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د نشه يي توکو د کښت مخنيوي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه، د داعش د ځپلو او د افغانستان د سرحدونو ساتنه د اسلامي امارت لاسته راوړنې وبللې.نوموړي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او له افغانانو سره يې په بېلابېلو برخو کې د روسيې د حکومت همکارۍ ته چمتووالي وښود.سعيد حسينويچ وويل ،چې د افغانستان د اوسنيو لاسته راوړنو ريښتيني انځور بايد نړۍ ته وړاندې شي څو ټول په حقيقت پوه شي.په دې کتنه کې پر يادو موضوعاتو سربېره د اقليم له بدلون سره د مبارزې، زده کړې، سوداګرۍ، کرنې، صنعت او سپورټ په برخو کې د متقابلو همکاريو او تعامل يادونه وشوه او د دوه اړخيزتګ راتګ او د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وشو.د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير د روسيې په بلنه د مسکو فارمټ غونډه چې د سپتمبر په ۲۹ مه نېټه د روسيې په کازان ښارکې جوړېږي هغه هيواد ته تللی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *