
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې روان کال يې د ياد ولايت پر ۱۵۰۰بزګرانو د غنمواصلاح شوي تخمونه او کېمياوي سرې وېشلې دي.د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسېولينو وايي، چې ياد رياست د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ وکولای شول ،چې روان کال په ياد ولايت کې د غنمو ۷۵ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۷۵ ټنه کېمياوي سرې د درې، آبشار او د پريانو ولسواليو پر ۱۵۰۰ بزګرانو و وېشي.د پنجشېر د کرنې رياست يوه مسېول شاه مير اميري وايي، چې ياد رياست هڅه کوي، د ښو کرنيزو پلانونو په طرحه کولو سره په ۱۴۰۲ کال کې کروندګرو ته ښه کرنيز شرايط برابر کړي.