افغانستانخبرونه

د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مسئولينو ويلي، چې دغه رياست له ۱۵ مياشتو کمه موده کې ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس انجنير عبدالحميد نوري وايي، چې د اسلامي امارت له راتګ راهيسې تر دې دمه يې ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.نوري زياته کړه، چې دغه عوايد يې د پارسپورټونو د وېش، پوستي خدمتونو او له سيمه ييزو ادارو څخه نورو ولايتونو ته د اسنادو لېږد له درکه راټول کړي دي.ده ويلي، چې د ياد رياست مسئولين هڅه کوي،ترڅو د دغه ولايت اوسېدونکو ته غوره خدمتونو وړاندې کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *