
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد پخوانی پوځي واکمن جنرال “پروېز مشرف” د ۷۹ کلونو په عمر ومړ.
پخوانی ولسمشر پروېز مشرف له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و او د دوبۍ په یوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې و.
پروېز مشرف د ۱۹۴۳م کال د اګست په ۱۱ مه په ډیلي کې زېږېدلی و او د کراچۍ په سینټ “پیټرک” لېسه کې یې لومړنۍ زده کړې کړې وې. وروسته یې د لاهور په “ایف سي” کالج کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۱م کې د پاکستان په پوځ کې داخل شو.
جنرال پروېز مشرف وروسته د پاکستاني پوځ کمانډو ګروپ کې شامل شو. نوموړي له هندوستان سره د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱م کلونو جګړو کې هم برخه اخيستې وه.
جنرال پروېز مشرف د ۱۹۹۸م کال د اکتوبر په اوومه د پوځ د مشر په توګه په دنده وګمارل شو او د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۲ مه د نواز شریف پر حکومت کودتا وکړه او نسکور یې کړ.
د ۲۰۰۲م کال په اپریل کې پرویز مشرف د یوه ریفرنډم له لارې د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ۲۰۰۴م کال کې په اساسي قانون کې د ۱۷م تعدیل له لارې پرویز مشرف د نورو پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو.
جنرال پروېز مشرف د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې غیرقانوني ګام پورته کړ او د سترې محکمې قاضیان یې له دندو ګوښه کړل.
هغه د ۲۰۰۸م کال د اګسټ په ۱۸ نیټه له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړه او له هیواد څخه وتښتیده.