خبرونهنړۍ

د پاکستان ټاکنې؛

 د تحريک انصاف ګوند کانديدان له نورو مخکې دي

د پاکستان د ټاکنو د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې عمران خان پلويو نوماندانو د دې هيواد د راتلونکې پارلمان ۸۴ څوکۍ ګټلې دي.له بل لوري د نوازشريف په مشري مسلم ليګ د ۶۳ څوکيو په ګټلو سره د بريا ادعا او د ګډ حکومت د جوړولو ژمنه کړې ده.د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د ملي (قومي) اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکيو ۸۴ د تحريک انصاف ګوند خپلې کړې او مسلم ليګ بيا د ۷۰ څوکيو په ګټلو دويم او د پاکستان پييپلز ګوند تر دې مهاله ۵۰ څوکۍ خپلې کړې دي.د پاکستان پارلمان ۳۴۲ څوکۍ لري، چې ۲۷۲ يې د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي ۶۰ څوکۍ يې ښځو ته او ۱۰ يې مذهبي اقليتونو ته ځانګړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *