
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې پرون د پاکستان د سيند ايالت له زندانونو څخه ١٩٠ تنه افغان بنديان را خلاص او د بهرنيو چارو وزارت له لارښوونې سره سم په دولتي مصارفو خپل هيواد ته راولېږدول شول.
د يادونې وړه ،چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ١٨٩٣ افغان بنديان اسلامي امارت په هڅو آزاد شوي او خپل هيواد ته را ستانه شوي دي.