
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷۰ تنه افغان بنديان خوشې شول. افغان سفارت زياته کړې، چې دغه افغانان تيره اوونۍ آزاد او افغانستان ته لېږدول شوي دي. د يادونې وړ ده ،چې تر دې مخکې هم په پاکستان کې سلګونه افغانان چې د دغه هېواد د سند ايالت د کراچۍ ښار پوليسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي وو، د افغانستان د سفارت او د ياد هېواد د جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پايله خوشي شول.