افغانستانخبرونه

د پاسپورت رياست: راتلونکې چهارشنبه د پاسپورټونو د وېش بهير پيلوو

چارواکو د راتلونکې چهارشنبه په ورځ د پاسپورټ د وېش لړۍ د بېرته پيل کېدو خبر ورکړی دی.د پاسپورټ عمومي رئيس پاسوال مولوي عبدالحسيب کريم دپنجشنبه په ورځ د حکومت د رسنيو په مرکز کې غونډې ته وويل، چې له نن څخه وروسته په پلازمېنه کابل او ټولو ولايتونو کې په انلاين بڼه د پاسپورټ لپاره د نوم ليکنې لړۍ پيل کېږي او د راتلونکې چهارشنبه په ورځ به يې د وېش لړۍ هم پيل شي.حسيب زياته کړه، چې د پاسپورټ عمومي رياست په دغې برخه کې د هېوادوالو لپاره د هر اړخيزو آسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دي او په دې تړاو ګړندۍ هڅې روانې دي.سرچينې زياته کړه، چې په همدې موخه يې د پاسپورټ رياست د مرکزي دفتر په انګړ کې بانکي څانګه فعاله کړې او د نظامي کسانو او سوداګرو لپاره يې د کورنيو چارو او سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو لپاره په اړوندو ځايونو کې د پاسپورټ د وېش بېلې بېلې څانګې فعالې کړې دي.د پاسپورټ عمومي رئيس همدارنګه وويل: هغه کسان چې برېښنايي پېژندپاڼې يې اخيستې دي له دې وروسته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره بيا بايومټريک ته اړتيا نلري.د پاسپورټ رياست مسئولينو همدارنګه وويل، چې له دې وروسته هرڅوک په خپلو ولايتونو کې پاسپورټ ترلاسه کولای شي او هغه کسان، چې له دې وړاندې يې نوم ليکنه کړې وه کولای شي د راتلونکې چهارشنبه تر ورځې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره اړوند ولايت وټاکي.د پاسپورټ د عمومي رياست مرستيال شېرشاه قريشي په ياده خبري غونډه کې وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورټونو د وېش شمېر په ورځ کې ۱۰ زرو ته لوړ کړي.د پاسپورټ عمومي رياست چارواکو ډاډ ورکړ، چې هېچا ته به د واسطې جوړولو او کمېشن کارۍ اجازه ورنکړي او که په دې تړاو څوک ونيول شي، نو د قانون منګولو ته به وسپارل شي.د يادونې وړ ده، چې د پاسپورټ عمومي رياست چارواکو ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په کافي اندازه پاسپورټونه شتون لري، تخنيکي ستونزې حل شوي او له دې وروسته به د پاسپورټ د وېش لړۍ له خنډ سره مخ نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *