خبرونهنړۍ

د يهودانو پر عبادتځای د وسله وال بريد له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې ، په ختېځ بيت المقدس کې د يهودانو پر يوه عبادتځای يا (کنيسه) باندې وسله وال بريد له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.‌دا بريد د جمعې ماښام شوی چې د ځايي امنيتي چارواکو په وينا ۱۰ تنه پکې وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.وسله وال کس داسې مهال بريد کړې چې يهودي عبادت کوونکي‌ د دې يهود مېشتې سيمې کنيسه کې له عبادته راوتلي وو.د اسرائيلي پوليسو مشر (کوبي شابتي) دا بريد تېرو څو کلونو کې پر اسرائيلو د خپلې بڼې تر ټولو خونړۍ بريد بللی.بريدګر د ختيځ بيت المقدس يو فلسطيني وګړي دي چې د پوليسو وينا، تر بريد وروسته د اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي دي.دا بريد د لوېديزې غاړې جنين ښار کې د اسراييلي ځواکونو له مرګونو عملياتو يوه ورځ وروسته شوي چې د اسراييلي ځواکونو له خوا پنجشنبه د لوېديزې غاړې جنين ښار کې د يادو عملياتو په ترڅ کې ۹ فلسطينيان شهيدان کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *