
په تېره يوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۴۱زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د وسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ د حيرتان، آقينې او تورغونډۍ له لارې ۱۴۱ زره ۷۸۱ مټريک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په يادو توکو کې ۱۱۰۱۹ ټنه توکي صادر شوي، چې لويه برخه يې وچه مېوه ده. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ملي اداره وايي: دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختيا او ښه والي لپاره هڅه کوي،چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړين امکانات برابر کړي او معياري چوپړتياوې ورته وړاندې کړي.