افغانستانخبرونه

 د وروستيو سېلابونو له امله  ۱۶۲ تنه مړه او ۲۲۶ نور ټپيان شوي دي

طبيعي پيښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په بغلان، تخار، بدخشان او غور ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله ۱۶۲ کسانو ژوند بايللی او ۲۲۶ نور ټپيان شوي.دغه‌راز ۸ زره کورونه په بشپړ ډول ويجاړ او دوه زره نور تخريب شوي او درې زره څاروي له منځه تللي دي.د ياد وزارت وياند ملا جانان سايق وايي، چې د ژغورنې عمليات او د مرستې رسولو لړۍ د دفاع وزارت او نورو مرسته رسوونکو بنسټونو سره په همکارۍ دوام لري.له بل لوري د بغلان ځايي مسئولين وايي، چې له زيانمنو سره يې پر خپل وخت مرستې کړې دي او د وروستيو سيلاب ځپلو لپاره د مرستې ټولولو لپاره کميټه هم رامنځته شوې ده.د اسلامي امارت چارواکي ټينګار کوي، چې د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستې لپاره يې هڅې ډېرې او لا ګړندۍ کړې دي.د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش افغانستان کې له سېلاب‌ځپلو کورنيو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي، چې د سېلابونو له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې سخت خواشيني دي. له بلې‌خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند استفان دوجاريک د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې د دوی همکار سازمانونه له اسلامي امارت سره سېلاب‌ځپلو ته د بېړنيو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *