افغانستانخبرونه

د وردګو سيد آباد ولسوالۍ کې د دارالايتام د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ميدان وردګ ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ترکيې د خيرپاله وګړو له خوا د يو باب دارالايتام د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.دغه دارالايتام د نصرت العلوم د ديني مدرسې اړوند په يو نيم جرېب ځمکه، په دوه پوړو کې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې په دواړو پوړو کې به ۹ اداري او تدريسي خونې ولرې؛ تر اوسه د ياد دارالايتام د جوړېدو لګښت نه دي څرګند، خو ټول لګښت يې د ترکيې د ځينې خيرپاله وګړو او مجاهدينو له خوا ورکول کېږي.هغه مراسم چې په همدې موخه د سيدآباد ولسوالۍ د تنګي درې په نصرت العلوم ديني مدرسه کې جوړ شوي وو، د سيمې پر قومي مشرانو، علماوو او مجاهدينو سربېره د ميدان وردګو د شهداء او معلولينو چارو رئيس مولوي محمد نذير ابومحمد هم ګډون کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *