
کورنيو چارو وزارت د هېواد په ۷ ولايتونو کې د جنايي جرمونو په تور د ۲۰ تنو د نيولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کسان يي په کندهار، ننګرهار، تخار، نيمروز، کندز، هرات او فراه ولايتونو کې د غلا، انسان تښتونې او شراب څښلو په تور نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د نيول شويو کسانو له ډلې ۷ تنه کندهار کې د شراب څښلو، جعل کارۍ او قاچاق په تور په ننګرهار او فراه کې ۴ تنه د غلا او انسان تښتونې په تور او پاتې نور کسان په بېلابېلو ولايتونو کې د غلا په تور نيول شوي دي.