
عدليې وزارت د هېواد په ۵ ولايتونو کې د لسګونه زره دولتي ځمکې د تثبيت کولو خبر ورکړی دی.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دولتي ځمکو د تثبيت کمېټو په په کندهار، تخار، فراه، پروان او لغمان ولايتونو کې د ۱۰۰زره ۲۶۱ جريبه دولتي ځمکې تثبيت کړې دي.د دغو ځمکو له جملې څخه ۱۴زره۹۸،۲۱۷ دوه سوه اوولس اعشاريه څوالس جريبه يې په کندهار، ۸۹۹۰ جريبه يې په تخار، ۷۵ زره جريبه يې په فراه، ۱۱زره۹۷،۴۳ څلور دريش اعشاريه اته اوويا جريبه يې په پروان او ۹۱۰ جريبه يې په لغمان ولايت کې دولتي تثبيت شوې دي.د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له لوري د دولتي ځمکو د تثبيت او غصب شويو ځمکو د ازادولو په موخه ګړندۍ هڅې پيل کړې او دغه لړۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوام لري.