افغانستانخبرونه

د هېواد په ۴ ولايتونو کې له څه باندې ۲۱ زره کورنيو سره مرسته وشوه

په پکتيکا، لغمان، باميانو او نورستان ولايتونو کې د بېلابېلو مرستندويو موسسو له لوري له ۲۱ زره ۲۷۸ کورنيو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.د پکتيکا په مرکز او سروبي ولسوالۍ کې پر ٨ زره ٤١٨ بېوزلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۷۵ کيلوګرامه اوړه، ٧ لېټره غوړي، ٩ کيلوګرامه دال او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه. دغه راز د دغه ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې پر ٩٣ کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ٢٧ زره ٢٣٠ افغانۍ ورکړل شوې.ورته مهال لغمان کې د سعودي عربستان سلمان خيريه بنسټ په مالي مرسته له ۹۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ۴۰ کيلو اوړه، ۵ کيلو وريجې، ۵ کيلو لوبيا، ۵ لېټره غوړي، ۵ کيلو بوره او ٢ کيلو خورما ورکړل شوه.همدارنګه د باميانو په مرکز، سيغان او شېبر ولسواليو کې پر ١٦٣٩ کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ١٣٠ ډالره ورکړل شول.په همدې حال کې د نورستان په مرکز پارون، کامدېش، برګمتال او واما ولسواليو کې د خوړو نړويال پروګرام په مالي ملاتړ پر ۱۰ زره ۱۷۸ کورنيو مرستې ووېشل شوې، چې په کې هرې کورنۍ ته ۶ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *