
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سينديزو حوزو په ځينو ځايونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوي او خلک دې دغو سيمو ته له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي. د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، د ۱۴۰۲ کال د وري مياشتې له ۶مې څخه تر ۷مې نېټې پورې د هېواد د سينديزو حوزو په ځينو ځايونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوي دي. سرچينه زياتوي، په يادو نېټو کې د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس، هرات، فراه، اروزگان ترينکوټ، ارغنداب، لوګر، ميدان وردګ،کابل، خوست، پکتيا، پکتيکا، غوربند، پنجشېر، کونړ او لغمان سيندونو پر لارو او ځينو سيلبرونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوي دي.