
د هيواد په څلورو زونونو کې کرنيز کمپلکسونه جوړېږي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري فارياب ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له حکومتي چارواکو، ديني عالمانو او خلکو سره وکتل.په دغې کتنه کې ګډونوالو د خلکو ستونزې بيان او ترڅنګ يې د کرنې او مالدارۍ سکتور د پرمختګ لپاره خپلې نظريې او وړانديزونه د کرنې وزارت له سرپرست سره شريک کړل.په دغې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وويل: (( د هر هېواد د پرمختګ بستر کرنه ده، ځکه د خلکو اړتياوې له همدې لارې تامېنېږي.))عمري دغه راز وويل، چې زموږ ګاوندي هېوادونه د کرنې برخې ته ډېره پاملرنه کوي ،نو له همدې کبله يې ډېر پرمختګ کړی دی. نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي کې به د هېواد په څلورو زونونو کې څلور کرنيز کمپلکسونه هم جوړ کړي.د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وويل، چې کرنې ته پاملرنه له يوې خوا د خلکو اړتياوې پوره کوي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمينه برابريږي، چې دې برخه کې موږ ښې ځمکې، اوبه او هوا لرو، چې ډېر نور هېوادونه دا امتيازات نه لري.عمري همدارنګه د ځنګلونو او دولتي ځمکو پر خونديتوب او ترڅنګ يې د غصب شويو ځمکو پر بېرته راګرځولو هم ټينګار وکړ. باختر