افغانستانخبرونه

د هيواد پنځه هوايي ډګرونه پر نړيوالو معيارونو برابر شوي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې هېواد کې پنځه هوايي ډګرونه په نړيوالو معيارونو برابر شوي او په ورځني ډول ترې الوتنې کېږي. د مسئولينو په خبره هره ورځ له دغو هوايي ډګرونو له ۲۰ تر ۳۰ الوتنې  ترسره کېږي. د دغه وزارت وياند دغه راز وايي، د جلال اباد هوايي ډګر چې پخوا ترې د نظامي اهدافو لپاره ګټه پورته کېده، اوسمهال ملکي هوايي الوتنو ته چمتو شوی دی. نوموړي وايي: د هېواد له فضا څخه په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې عبوري الوتنې ترسره کېږي، چې د هرې الوتنې په بدل کې ۷۰۰ ډالره افغانستان ته حق العبور ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *