
افغانستان د اسيا په لويه وچه کې هغه غرنی هيواد دی، چې په پراخه کچه کانونه او نفتي توکي لري، خو لا تر اوسه د نفتي موادو د راېستلو په برخه کې پاتي راغلي يو او دغه توکي له نورو هيوادو څخه واردوو.
په داسې حال کې چې افغانستان هر کال درې ميليونو ټنو سون توکو ته اړتيا لري.
خود دغه توکي له مختلفو هيوادو څخه را وارديږي او خلک د تېلو له بې کيفيتي څخه شکايت کوي.
د ننګرهار اوسيدونکي لعل بت وايي: په ننګرهار کې د زياتو پمپ سټيشنونو تېل خراب او بې کيفيته دي، چې د زياتو موټرو ماشينونه يې خراب کړي او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي يو.
همداراز د کابل اوسېدونکي محمد نذير وايي: د کابل – تورخم پر لويه لاره موټر چلوم. څو محدود پمپ سټيشنونه دي چې موټرو ته ترې تېل اچوو او تېل يې ښه دي، خو د زياترو نورو پمپ سټيشنونو تېل خراب او بې کيفيته دي. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده، چې په دې برخه کې جدې اقدام وکړي.
بله خوا د سټنډرډ ملي ادارې وياند عاشق الله وزيری دا خبرې تر يوه ځايه منې او وايي: موږ په بندرونو کې لابراتوارونه لرو. هر کله چې افغانستان ته د سون توکي را وارديږي، موږ يې نمونه اخلو او له معايني وروسته که په هغه معيار برابر وو چې موږ ورته ټاکلی اجازه ورکوو، خو که په هغه معيار برابر نه وو بېرته يې مسترد وو.
همداراز نوموړی زياتوي: له بهره هغو تېلو ته موږ اجازه ورکوو، چې له معاينې وروسته يې نتيجه مثبته وي، خو دا چې په هيواد کې اوس هم بې کيفيته تېل شته علت يې دا دی چې دلته له دغو تېلو سره نور خام مواد او همدارنګه د طيارو تېل (TC1) چې نسبت ډيزلو ته ارزانه دي ګډوي او دتېلو کيفيت خرابوي.
ښاغلی وزيری وايي: د دې کار د مخنيوي لپاره مو ګرځنده لابراتواري سيسټم جوړ کړی دی، تر څو د هيواد په داخل کې دپمپ سټيشنونو د تېلو کيفيت وارزوي.
نږدې ۷ مياشتې مخکې په لومړي ځل په ننګرهار کې ياده پروسه پيل شوه، دغه راز په کابل او هرات کې هم ياده پروسه جريان لري.
نوموړي وويل: که چيرې کوم سوداګر درې وارې د بې کيفيته تېلو په واردولو ونيول شو، نو دهغه جواز په تور ليست کې اچول کيږي او بيا د سون توکو د واردولو اجازه نه ورکول کيږي، همدا راز که په کوم پمپ سټيشن کې بې کيفيته تېل ونيول شي پمپ سټيشن يې مهرو لاک کيږي او تعهد ترې اخيستل کيږي، چې په اينده کې به دغه ډول عمل نه کوي.
همدا شان دسټنډرډ ملي اداره وايي، چې په تېر کال کې يې څه باندې ۴۶۰ ټانکره بې کيفيته نفتي مواد مسترد کړي دي او د تير په پرتله د دغو موادو په کيفيت کې اويا (۷۰) سلنه ښه والی راغلی دی او په دې برخه کې لا هڅه کوو ترڅو مشکلاتو ته د پای ټکی کېږدو.
حسن خان اتل