افغانستانخبرونه

د هيواد هوايي ډګرونه پر نړيوالو معيارونو برابرېږي

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسئولين وايي: د هيواد ټول هوايي ډګرونه به پر نړيوالو معيارونو برابر شي. د دې  وزارت وياند وايي، دا مهال په هيواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي، چې پنځه يې نړيوال هوايي ډګرونه دي. نوموړي زياتوي، چې دافغان حکومت له بيا واکمنېدو وروسته د کابل د هوايي ډګر په ګډون د هېواد ډېر هوايي ډګرونه ويجاړ شوي وو، چې بېرته رغول شوي او الوتنې ته چمتو شوي دي. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستيال وايي، چې د لويو هوايي شرکتونو د الوتنو د بيا پيلېدو لپاره اړينه ده ،چې هوايي ډګرونه پر نړيوالو معيارونو برابر وي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټينګار کوي، چې د الوتنو د زياتېدو لپاره بايد د سيمې او نړۍ د هيوادونو د وېزې د اخيستو په برخه کې شته ستونزې هم حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *