
په کابل کې د ککړې هوا د فلټر کولو لپاره د ۳۰۰ زره افغانيو په لګښت ابتدايي فلټر جوړ شوی دی. د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ رياست او د کابل پوهنتون د چاپېريال ساتنې پوهنځي په ښارونو کې د ککړې هوا د تصفيې لپاره د يو فلټر نمونه جوړه کړې ده.د کابل پوهنتون د چاپېريال ساتنې پوهنځي رئيس وايي: په نړۍ کې د صنعتي انقلاب له رامنځته کېدو وروسته ټول خلک له ککړې هوا سر ټکوي.ښاغلي جبارخېل ويلي: افغانستان د خطرناکو ګازونو په خپراوي کې ډېره کمه ونډه لري، خو د نړۍ په کچه د هغو پنځو هېوادونو په لېست کې شامل دی، چې د ککړې هوا له امله ډېر زيان ويني.(( د ککړې هوا د مخنيوي لپاره موږ بايد په سيمه ييزه کچه مبارزه پيل کړو. که زموږ انجنيرانو او مخترع افغانانو ته داسې زمينه برابره شي لکه څنګه چې په نورو هېوادونو کې برابره ده، نو هېواد به مو په راتلونکو لسو کلونو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسيا شي.)) د فلټر ماشين جوړوونکي انجنير احمد ضياء جبارخېل د ياد ماشين په اړه يوې مطبوعاتې غونډې ته وويل: په ډېرو کمو امکاناتو پر دې وتوانېد ،چې د هوا تصفيه کولو لپاره د فلټر نمونه چمتو کړي، چې په ښارونو کې د ککړې هوا مخينوی کولی شي.(( که موږ د اوبو په ارزښت پوه شو، نو د برېښنا سوچ به په بل هېواد کې نه وي. مسئولينو ته په کار ده چې انجنيرانو او مخترعينو ته زمينه برابره کړي، چې څېړنې وکړي او خپل هېواد ته نوښتونه وکړي.)) د ياد ماشين جوړوونکی بل انجنير سيد زمان سادات وايي: دا ماشين په دوو مياشتو کې جوړ شوی او شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلي.(( موږ د غټ فلټر ماشين جوړولو اراده هم لرو ،چې حجم به يې ۱۰۰ متره مکعبه وي او په هره ثانيه کې به د ۴۰۰ متره مکعب ککړه هوا تصفيه کوي، خو له مسئولينو غواړو ،چې موږ د تطبيق زمينه برابره کړي.)) د يادنې وړ ده ،چې دغو انجنيرانو د فلټر ماشين جوړولو تر څنګ يو امنيتي ليزري سينسر هم جوړ کړی، چې په امنيتي برخه کې مرسته کولی شي.