خبرونه

د هوا له سړېدو سره د روږدو کسانو ستونزې ډېري شوې

په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو وضعيت د هوا له سړېدو سره لا ستونزمن شوی دی.د دغو روږدو په وينا، هر کال د هوا له سړيدو سره يو شمېر په نشه يي توکو روږدي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.يو روږدی ياسين زياتوي: ((د کور لګښت څه نه و، کار ته لاړم، هلته چې لاړم، له ملګرو سره روږدی شوم، بېرته کور ته راغلم، څه کم يو نيم کال کېږي چې په شيشه روږدي شوی يم.))روږدی عمر وايي: (( په هټۍ کې وم، ملګري مې روږدي وو، له هغوی سره روږدی شوم.))په دې روږدو کسانو کې ښځې هم شته. پنځه دېرش کلنه زرمينه له خپلو دوو بچيانو سره د روږدو کسانو په منځ کې لېدل کېږي.روږدې زرمينه په‌دې اړه رسنيوته ويلې: ((پنځه کاله وشول، چې روږدې شوې يم، په پنځه کلونو کې لس ځله بستري شوې يم، په لسو ځلونو کې مې و نه شول کولای، د روږدو ګولۍ مې واخيستلې، هڅه مې وکړه، و نه‌شو.))دغه پر نشو روږدي وايي، هر کال ځينې روږدي کسان د سړې هوا له امله مري.دوی زياتوي: که په روان ژمي کې يې لاسنيوي ونشي؛ نو يو شمېر نور به يې هم مړه شي.روږدی عبدلقدير وايي: ((شپه او ورځ شپږ يا اووه کسان تلفات لرو، نور سرپناه څه نه‌لرو، څوک نه‌شته چې مرسته مو وکړي، چې له دې حالت نه وژغورل شو.))يو بل روږدي گلستان زياتوي: ((سرپناه نه‌لرو، چې ژوند په‌کې وکړو، د شپې راشه، ټول پر همدې ځمکه ناست وي، اور بلوي، همغې ته ناست وي، لاسونه او مخونه يې تور وي، ورته کتل نه کېږي.))له بل لوري يو شمېر کورنۍ چې د خپلو معتادو خپل خپلوانو په لټه کې دي له اړوندو بنسټونو غواړي، چې په پلازمينه کې د نشه يي توکو د پېر او پلور مخه ونيسي.د يوه روږدي موږ ريحانه وايي: (( موږ له دولته هيله لرو چې پوډر پلورونکي ټول کړي، روږدي څه کوي، پوډر پلورونکي دې ونيسي.))کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې چې اوس اوس خپره شوې ويلي، له کابل ښاره يې د يوې ښځې په ګډون څه باندې ۳۰۰ روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره يې اړوندو مرکزونو ته لېږدولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *