افغانستانخبرونه

د هوايي دهلېز له لارې په عوايدو کې زياتوالی راغلی

 

د ماليې وزارت ويلي: په تېرو ۱۵ مياشتو کې د هوايي کارګوګانو له لارې د افغانستان واردات ۷،۸ اووه اعشاريه اته ميليارده او صادرات ۴،۳۰ څلور اعشاريه ديرش ميليارده افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي. د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ،چې د دغه وزارت له لوري په ګمرکونو کې رونټيا او سوداګرو ته د ښو آسانتياوو رامنځته کولو په پايله کې د هوايي کارگوګانو له لارې د وارداتو او صادراتو کچه د پام وړ زياته شوې ده. سرچينې ليکلي په تېرو ۱۵ مياشتو کې د هوايي کارګوګانو له لارې د واردو شويو توکو ګمرکي ارزښت ۷ ميليارده او ۸۰۰ ميليونه افغانيو ته رسېږي. ماليې وزارت ويلي ،چې له دغه مدرکه يې ۹۵۴ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې د هوايي کارګوګانو له لارې د ۴ ميليارده او ۳۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت صادرات شوي چې له درکه يې ۱۱ ميليونه افغاني عوايد ترلاسه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *