خبرونه

د هلمند په ۳۹صنعتي فابريکو کې ۳زرتنو ته د کار زمينه برابره شوې

 

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ د خصوصي ټولنې مشر غلام يحيی پښتون رسنيوته ويلي، چې فعالې شوې فابريکې د چرګانو د دانې برابرولو، پايپ جوړولو او د دانه دارې پنبې د پروسس په برخه کې فعاليت کوي. (( په يادو کارخونو کې اوس مهال څه د پاسه درې زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. زموږ اوسنۍ پيل شوې هڅې دا دي ،چې په کور دننه او له هېواد څخه بهر ملي سوداګر په هلمند کې پراخو پانګونو ته وهڅوو.))د هلمند اوسېدونکي په دغه ولايت کې د دې ډول فابريکو جوړېدل مهم بولي او ترڅنګ يې له اسلامي امارت او ملي سوداګرو د صنعتي ودې د لا پراختيا غوښتنه کوي.د لښکرګاه ښار يو اوسېدونکی عبدالله وايي: هلمند د هېواد په کچه پراخ کرنيز او ورسره صنعتي ولايت دی. نوموړی وايي: که په هلمند کې حکومت او ملي سوداګر صنعتي برخې ته پاملرنه زياته کړي، هلمند به پر ځان بسياينې سربېره نورو ولايتونو ته هم د داخلي توليداتو لوی تکيه ځای وي.(( زما غوښتنه له حکومت او ملي سوداګرو څخه دا ده ،چې نورې فابريکي هم بايد جوړې کړي، ترڅو ټول ځوانان پر کار شې او نورو هېوادونو ته د تګ پرځای خپل هېواد کې کار وکړي.))جمعه ګل په لښکرګاه ښار کې د خوراکي توکو لاسي کراچۍ لري. د ده ورځنی عايد يوازې سل افعانۍ دی، نوموړي په هلمند کې له اسلامي امارت او ملي سوداګرو څخه د زياتو صنعتي فابريکو د تاسيس غوښتنه لري ،ترڅو د اقتصادي فقر کچه راټيټه او کاري فرصتونه پراختيا ومومي.
(( ټوله ورځ ښار کې په لاسي کراچۍ خوراکي توکي خرڅوم. د ورځې ۱۰۰ افغانۍ ګټم. کله هم داسې شي چې هېڅ هم په لاس نه راځي.))په يادو فابريکو کې په کار بوخت کسان خوشحاله دي ،چې د کار زمينه ورته برابره شوې ده. د لښکرګاه ښار سرکار په سيمه کې د سردار ګل محمد خان په صنعتي ښارګوټي کې د پنبې د پروسس يوه فابريکه کې، يو کارګر چې نورمحمد نومېږي وايي: اوس دلته پر کار شوی او کولی شي ،چې له اته زره مياشتنۍ تنخوا څخه خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کړي.(( زه مخکې بې روزګاره وم. اوس دلته له کار کولو سره ډېر خوښ يم. له دې لارې د خپل کور لګښتونه پوره کولي شم.))د لښکرګاه ښار په درېيمه حوزه بولان سيمه کې د پنبې په يوې تازه فعالې شوې فابريکې کې د غلام نبي په نامه کارګر وايي: دلته کله کله د خپلې ورځنۍ دندې ترڅنګ د شپې له خوا هم کار کوي . ((په دې سره خپلې ګڼې اقتصادي ستونزې حل کولی شو. دلته د ورځې او د شپې له خوا بوخت يم. کارونه يې ستړي کوونکي نه دي. ډېر کسان راسره دلته بوخت دي.)) د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رئيس مولوي عبدالولي هاشمي وايي: په هلمند کې شاوخوا درې لوی صنعتي ښارګوتي د پانګونې لپاره چمتو دي. د ده په وينا: په ياده برخه کې ملي سوداګر هڅول شوي ،چې د هلمند اړوند صنعتي ښارګوټو کې نورې بېلا بېلي فابريکې جوړې کړي.د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض بيا وايي: د هلمند ولايتي رهبرۍ هڅې پيل کړي ،چې ملي سوداګرو ته په هره برخه کې آسانتياوې رامنځ ته کړي ،چې له مخې يې صنعتي ودې ته لاره پرانيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *