افغانستانخبرونه

د هلمند شمالي او سوېلي ولسواليو کې ګڼ شمېر پراختيايي پروژې پيلېږي

د هلمند محلي مسئولين وايي، چې د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله په لارښوونه به ډېر ژر د دغه ولايت په شمالي او سوېلي ولسواليو کې پراختيايي پروژې پيل کړي.که څه هم د هلمند محلي مسئولين خو زياتوي ،چې د يادو پراختيايي پروژو لړۍ به د هلمند شمالي او سوېلي ولسواليو وروسته د دې ولايت نورو سيموته هم وغځېږي.د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال محمدقاسم رياض په وينا، دې پروژو کې چيک ډېمونه ،د سړکونو جوړول، خلکو ته د څښاک د اوبو برابرولو او بېلابېل نورې رغنيزې چارې شاملې دي.نوموړی: (( د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د يوه ځانګړي هدايت پر بنسټ به ډېر ژر د هلمند په شمالي او سوېلي ولسواليو کې د دولتي امکاناتو پر مټ چې هېڅ موسسه او مرستندويه بنسټ به يې ملاتړ نه کوي، بېلابېلې انکشافي پروژې پيل کړي او دالړۍ به په تدريجي ډول د هلمند له شمالي او سوېلي ولسواليو څخه د هلمند نورو سيمو ته هم وغځيږي.))بل خوا بيا د هلمند د شمالي او سوېلي ولسواليو اوسېدونکي له دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، تېرو شلو کلونو کې د ژوندانه له ګڼو آسانتياوو بې برخې پاتې شوي وو.د نوزاد ولسوالي اوسېدونکي غوث الله توحيد وايي: ((په تېرو شل کلونو کې زموږ نوزاد ولسوالۍ ته هېڅ کار نه دی شوي، لکه د فرهاد بند ،چې درې ځله يې سروې شوې، خو بيا هم نه دی جوړ شوی. د دې ترڅنګ د ګرشک او نوزاد ولسوالۍ ترمنځ سړک او زموږ کاريزونه چې ټول وچ شوي او اوس بيا کار غواړي.))په ټول افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره هم مهاله که څه هم هېواد کې په بېلابېلو برخو کې رغنيزې او د نورو پروژو لپاره هڅې پيل شوي، خو لاهم د وزګارتيا څپې پراخې او بې وزلي ډېره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *