افغانستانخبرونه

د هلمند تېرو ناخوالو ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي: په دغه ولايت کې د تېرو جګړو او وچکالۍ پر مهال شاوخوا ۶۵ سلنه مېوه‌لرونکي باغونه له منځه تللي دي.د هلمند د کرنې رياست د نباتاتو د اصلاح متخصص مديرعبدالمنان اميري په دې اړه رسنيو ته ويلي: ((په هلمند کې د ثبت شويو شمېرو له مخې کابو ۶۵ سلنه باغونه له منځه تللي ،چې ډېر يې په هغو سيمو کې دي ،چې خلک د تېرو جګړو له امله ترې کوچېدلي او يا د وچکالۍ له امله له منځه تللي. )) حاجي غلام‌رحيم د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د کلاب کارېز اوسېدونکی دی ويلي ،چې د تېرو جګړو او وچکاليو له امله يې ګڼ‌شمېر باغونه زيامن يا له منځه تللي دي.دی، چې اوس لښکرګاه ښار ته د خپل بڼ د بيا زرغونولو لپاره د نويو نيالګيو پېرلو په موخه راغلی، وايي: ((زموږ باغونه له منځه تللي. زه په نويو نيالګيو پسې راغلی يم، کوښښ کوم داسې نيالګي وپېرم، چې کمو اوبو ته اړتيا ولري. په تېرو وچکاليو کې زموږ د سيمې کابو اتيا سلنه باغونه وچ شول، يوازې شل سلنه به پاتې وي. )) په همدې حال کې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی محمد بيا وايي: د له منځه تللو باغونو د بېرته زرغونولو په موخه ورسره چا همکاري نه‌ده کړې.دی غوښتنه کوي ،چې دولت او د کرنې اړوند مرستندويه موسسې دې ورسره د بڼونو د مسلکي روزنې او نيالګيو په برخه کې مرستې وکړي.دی زياتوي: ((له ځينو ځايونو پرته د نوزاد ټول باغونه له منځه تللي، يوازې د ناوې په نامه نوزاد کې يوه سيمه ده، هلته اوبه نسبتاً لوړې وې؛ نو يو څه باغونه شنه پاتې دي.)) خو د هلمند د کرنې رياست د څېړنيز فارم مدير فريداحمد ناصري وايي: د له منځه تللو باغونو د بيا جوړولو په موخه د ROP مرستندويه موسسې په مالي همکارۍ يې د بيا زرغونولو عملي چارې پيل کړې دي.دی زياتوي: ((په ګرمسېر، ناوه، نهرسراج او نادعلي ولسواليو کې د ROP موسسې له‌خوا د زړو او له منځه تللو باغونو د بيا زرغونولو او را ژوندي کولو لپاره عملي چارې پيل شوي. د دې تر څنګ، کروندګرو ته د باغونو لپاره سيمنټي پايې هم ورکوي، ياد وزارت په ياده برخه کې د بوديجې د تصويب پلان لري. )) دا داسې کې ده ،چې په دې وروستيو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال فضل‌باري فضلي هلمند کې د سږنيو نيالګيو د وېش پر مهال وويل ،چې سږ کال به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له‌خوا ۶،۸ شپږ اعشاريه اته ميليونه نيالګي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کېښودل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *