
که څه هم هېواد کې د جګړې تاوده ډګرونه ساړه شوي، خو له جګړې پاتې ناچاودې توکي او ماينونه لا هم د عامو افغانانو ژوند ګواښي.د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ختيځ کې ((سرکار)) سيمه چې د تېرو شلو کلونو پر مهال پهکې سخته جګړه روانه وه، اوس يې اوسېدونکي وايي، چې له جګړو پاتې ناچاودو ماينونو يې ژوند سخت کړی دی.
د يادې سيمې اوسېدونکی عبدالباري وايي، چې دی او کليوال يې پر يوه ښخ کړل شوي ماين وربرابر شول ،چې نوموړي ټپي، خو کليوال يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.نوموړي وويل: (( دلته ماينونه او چاودېدونکي توکي شته، لکه د راکېټ مرمۍ او بېلابېل نور چاودېدونکي توکي، دلته هغه بله ورځ يو سړی د يو نړېدلي دېوال له څنګه ماين راوکښئ، پر ما او زما پرکليوال ماين چاودنه وکړه، زه ټپي او کليوال مې ژوند له لاسه ورکړ.))په ورته مهال د يادې سرکار سيمې نور اوسېدونکي هم شکايت کوي ،چې لا هم خپلو کرنيزو ځمکو او ورانو شويو کورونو ته په ډاډه زړه نشي ورتللی.هلمند کې د سرکار سيمې ترڅنګ ګڼې نورې سيمې هم شته چې د اوسېدونکو په وينا يې، له جګړو پاتې ماينونه پهکې شته چې د خلکو ژوند ته يې ستر ګواښ جوړ کړی دی.په ورته وخت کې د هلمند داطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي: د ځينو اړوندو بنسټونو په همکاري يې په بېلابېلو سيمو کې د عامه پوهاوي او ښخو کړای شويو ماينونو دپيداکولو او شنډولو هڅې پيل کړي دي.نوموړي وويل: (( د ناچاودو توکو د موندلو، شنډولو او د خلکو د ژغورلو لپاره هلمند کې د ماين پاکۍ موسسې کار کوي او ترڅنګ يې د هلمند امنيه قومنداني هم ځانګړې برخه ورته لري ،چې له موسساتو سره په ګډه کار کوي.))دا په داسې مهال دي چې څه موده وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسئولينو ويلي و چې هره مياشت په اوسط ډول هېواد کې ۱۲۰ کسان له جګړو د پاتې ناچاودو توکو او ماينونو له کبله مړه او ټپيان کېږي.