افغانستانخبرونه

د هرات ولايت مرستيال د يو شمېر لوبغاړو ستونزې واورېدې

د هرات ولايت مرستيال مهاجرفراهي د ورزشي ټولنې له غړو سره د کتنې په ترڅ کې د لوبغاړو ستونزې واورېدې او د ورزش په برخه کې يې خپل ملاتړ اعلان کړ.په دې ليدنه کې د ورزش د بېلا بېلو څانګو يوشمېر استازو هم خپلې ستونزې له ده سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.ورته مهال هغوی له ورزشي ټولنې سره د افغانستان د اسلامي امارت د ښه تعامل ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د اسلامي نظام په راتګ سره د بېلا بېلو ورزشونو د ودې او پرمختک لپاره هيلې زياتې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *