افغانستانخبرونه

د هرات سيمه ييز مسئولين: په وروستيو مياشتو کې د څه باندې زرو معتادينو درملنه شوې

په هرات کې د هوا له سړېدو سره په نشه يي توکو د روږدو کسانو ژوند ستونزمن شوي دی او هغوي سړې شپې د ښار د سړکونو په څنډو کې سبا کوي.روږدي کسان وايي ،چې د هوا د سوړوالي له امله د هغوی ډېری د شپې له خوا مړه کېږي.فاطمه او حفيظ خور او ورور دي، پر مخدره توکو روږدي دغه دوه تنه د خپلې کورنۍ له لوري شړل شوي او د هرات ښار په يوې څنډه کې ژوند کوي.د هوا په سړېدو سره، د دغو دوو عمر خوړلو معتادانو ژوند خورا سخت شوی دی.پر مخدره توکو روږدي حفيظ الله وايي: (( په کنډوالو کې وو هلته اوبه دي او هوا هم ډېره سړه ده.))پر نشه يي توکو روږدې فاطمه وايي: (( اوس هوا سړه شوې او موږ نه شو کولای دلته ژوند وکړو.))په هرات ښار کې د سړک منځ کې ګلدان د معتادينو پر خوندي ځای بدل شوی دی. سلګونه معتادان د ژمي سړې شپې او ورځې دلته تېروي.پر نشه يي توکو روږدي جلال الدين وايي: (( دا چې دا ځای ډېر سوړ دی هره شپه موږ يو مړی لرو.))پر نشه يي توکو بل روږدي نور احمد زياتوي: (( هېڅ امکان نه لري چې په هره سيمه کې يو يا دوه تنه خپل ژوند له لاسه ورنه کړي.))د هرات سيمه ييز مسئولين ډاډ ورکوي ،چې له سړې هوا او نشه يي توکو د ژغورلو په پار د معتادانو د را ټولولو بهير دوام لري. د مسئولينو په خبره، په وروستيو مياشتو کې د څه باندې زرو معتادينو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورونيو سره يو ځای شوي دي.د هرات د والي وياند حميدالله متوکل څرګندوي: (( له موږ سره يې ژمنه شوې، چې ډېر ژر به څه باندې درې زره معتادان ومنوو او د هغوی لپاره روغتيايي شرايط او روغتيا به مساعده کړو او او بل هر کار چې له بهرنيو موسسو سره وي، خبرې به وکړو.))د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په هرات کې څه باندې ۷۰ زره معتادان شته. د دغو معتادانو ډېری شمېر يې ،چې له بېلابېلو ولايتونو دي، ايران کې پر مخدره توکو روږدي شوي دي، چې له ايرانه تر شړلو وروسته، هرات ښار کې پاتې شوي او سړک منځ ګلدانونو او واټونو پر سر شپې او ورځې تېروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *