افغانستانخبرونه

د هرات زلزله ځپلو ته ۱۴۰ نور کورونه هم ورغول شول

د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په ميرقنات، خواجه شهاب، علي منصور، کالار او هوادشت کليو کې ۱۴۰ نور تازه رغول شوي کورونه زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.د دغو کورونو د سپارلو په مراسمو کې سيمه ييزو چارواکو او زلزله ځپلو ته د رسيدګۍ کمېسيون مسئولينو ګډون کړی و.د هرات زلزله ځپلو ته د رسيدګۍ کمېسيون وياند مولوي احمدالله متقي وايي، چې ياد کورونه د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مياشتې او لسو ورځو په موده کې رغول شوي دي.مولوي متقي زياته کړې، چې اوس هم په زلزله ځپلو سيمو کې د کورونو د جوړولو کار روان دى او په راتلونکي کې به د دې ولايت په ګلران ولسوالۍ کې هم د زيانمنو شويو خلکو لپاره د کورونو پر جوړولو کار وکړي.په ورته وخت کې د انجيل ولسوالۍ د ميرقنات او کالار کلي يو شمېر اوسېدونکي د دې کورونو په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې دې سره يې د سرپناه په برخه کې ستونزې هوارې شوې.دا په داسې حال کې ده، چې د هرات زلزله ځپلو ته د رسيدګۍ کمېسيون د چارواکو په وينا، د زلزله ځپلو لپاره د پلان شويو ۳۶۶۶ کورونو له جملې څخه شاوخوا ۱۰۰۰  کورونه د بنسټونو او سوداګرو له لوري او پاتې نور يې د اسلامي امارت له خوا جوړېږي.              باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *