افغانستانخبرونه

د هرات د مستوفيت عوايد ٣١ سلنه زيات شوي

د هرات د مستوفيت مسئولين وايي، چې د دغه ولايت د مستوفيت په عوايدو کې د تېر کال په پرتله ٣١ سلنه زياتوالي راغلی دی. د دغه ولايت مستوفيت آمر همايون توخي له باختر سره په خبرو کې ويلي، چې د روان کال په ١١ مياشتو کې يې ٢ ميليارده ۵۸۱ ميليونه او ۵۹۲ افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.توخي زياته کړه، چې دغې ادارې ته ٣٨٦ ميليونه ۵۶۷ زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و، چې دوی له دې هدف څخه ١٧.٦ اولس اعشاريه شپږم سلنه زيات عوايد راټول کړي، چې د تېر ١٤٠٠ کال په پرتله ٣١ سلنه زياتوالی ښيی.ده وويل، چې دغې ادارې د نوي نورم پر بنسټ په دغه ولايت کې د ۳۱ زره هټيو لپاره ماليه ټاکلې، چې موخه يې د نوي نورم پر بنسټ د ماليې د ټينګښت، په يو ډول د قوانينو او طرزالعملونو پلي کول، د مالياتو عدالت او شفافيت رامنځته کول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *