افغانستانخبرونه

د هرات – خواف د وسپنې پټلۍ د جوړولو تدارکاتي چارې په نوي کال کې پيلېږي

د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې وړمه ورځ  په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجندا سره سم د يو شمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې شوي.په غونډه کې د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې الکوزي شرکتونو ګروپ ته په قرارداد د ځمکې د ورکړې پر موضوع بحث شوی.له بحث وروسته د اقتصادي معاونيت د استازي په مشرۍ د ترانسپورټ، عدليې، سوداګرۍ، اقتصاد، ماليې، کرنې وزارتونو او د چارو ادارې اړوند ملي تدارکاتو رياست له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو ياد قرارداد له سره وارزوي او خپل راپور اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي.په دغې ناسته کې د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې له لوري د هرات – خواف د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې پروژې د دويمې برخې د جوړولو پر مالي تمويل او تدارکاتي پړاوونو خبرې شوي.له هر اړخيزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د دې پروژې تدارکاتي چارې دې د ۱۴۰۳ لمريز کال په سر کې پيل شي.همدارنګه په غونډه کې د کارګرانو د ملي اتحاديې د جايدادونو، اساسنامې، د جوازونو ورکړې او مديره پلاوي د ټاکلو په اړه تصميم نيول شوی، چې موضوع دې د تخنيکي کمېټې د نظرونو په پام کې نيولو سره د وروستي تصميم لپار، اقتصادي کمېسيون ته وړاندې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *