خبرونه

د نړۍ هيوادونو ته دا ښه فرصت دی چې له افغانستان سره اقتصادي اړيکې لا پياوړې کړي

که څه هم اسلامي امارت د هېڅ هيواد له لوري پر رسميت نه دی پېژندل شوی، خو له ګڼو هيوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه  د تېر په څېرعادي مخته روانه ده، د اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته د هيواد کابو ټولې زېربناوې ويجاړې شوي او همدا راز د افغانستان شتمني د لويديځ له لورې په غېر مسئولانه ډول ګنګل شوې، خو له دې سره سره افغان حکومت بيا هم د هيواد اقتصادي ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه کړې. افغان حکومت وايي: چاته هېڅ ډول محدوديت نه دی وضع شوی، هر هيواد کولی شي ،چې راشي او دلته پانګونه وکړي، حکومت د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې له چا سره هېڅ ډول تبعيض او دښمني نه لرې. د اقتصادي چارو کارپوهان له نړيوالو مالي سازمانونو او په ځانګړې توګه له نړيوال بانک څخه غواړي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بې‌روزګارۍ کچې د ټيټولو په موخه دې په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي. د اقتصادي چارو کار پوه عبدالجبارساپۍ وايي:  ((  د افغانستان په ګټه موږ په هيواد کې پانګونه کوو، هيواد کې بدلون او د فقر له منځه وړل د همدې خصوصي سکتور او پانګونې له لارې کېږي.)) د اقتصادي چارو کارپوه حاجي يونس ځدراڼ وايي: ((  د نړۍ نور هيوادونه هم کولی شي ،چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د حکومت له لوري ډېره ښه زمينه ورته برابره ده  اود نړۍ هيوادونو ته دا ډېر ښه فرصت دی، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړيکې  لا ټينګې کړي.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *