
د کار او ټولنيزو چارو وزارت پرون د اعلاميې په خپرولو سره په مرکز او ولايتونو کې د ۱۴۰۲ کال مطابق د ۱۴۴۴ او ۱۴۴۵ د مامورينو د کار د پيل او پاى موده مشخصه کړې ده.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې، د سهار په ۰۰: ۸ بجو کار پيل کوي او د مازديګر په ۰۰:۴ بجو پای ته رسېږي، چې په کې د ماسپښين له ۰۰:۱ تر ۰۰:۲ بجو د ډوډۍ او لمانځه لپاره يو ساعت وقفه مشخصه کړل شوې ده.
همدارنګه د پنجشنبې په ورځ؛ د سهار په ۸ بجو د کار پيل او د ماسپښين په ۱ بجه پرته له وقفې څخه پای ته رسېږي.
ياد وزارت همداراز د پنجشنبې په ورځ پرته له ځنډه د روژې په مبارکه مياشت کې د سهار په ۸ بجو د کار پيل او د ماسپښين په ۰۰:۱ بجه د کار پای اعلان کړي دي.
له بلي خوا؛ د کال په دوهمو شپږو مياشتو کې، د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې، کار د سهار په ۰۰:۸ بجو پيلېږي او د ماسپښين په۳۰:۳ پای ته رسېږي، چې په کې د ماسپښين له ۰۰:۱ تر ۰۰:۲ بجو د ډوډۍ او لمانځه لپاره يو ساعت وقفه مشخصه کړل شوې ده.
او همدرانګه به د پنجشنبې په ورځ د سهار په۳۰:۸ بجو کار پيلېږي او د ماسپښين په ۳۰:۱ بجه پرته له وقفې پای ته رسېږي.په دغه خبرپاڼه کې دغه راز د توليد، خدمتونو، دايمي فعالو سکتورونو، خپرونو، روغتيا، پوهنې او لوړو زده کړو موسسو ته هم لارښوونه شوې، چې د کاري ځانګړتياوو، اقليمي شرايطو او اړوند قوانين او مقررات په نظر کې نيولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پيل او پای وخت د کال په لومړيو شپږو مياشت کې ۴۰ ساعته او دوهمو شپږو مياشتو په اوونۍ کې ۳۵ ساعته تنظيم کړي.