
د بغلان د نهرين ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د حيواناتو په وسيله نورو سيمو ته بيايي. دوی وايي: تر اوسه دغو سيمو ته د موټرو د تګراتګ لارې نه دي جوړې شوې.د نهرين ولسوالۍ د ((دوابې )) سيمې اوسېدونکی فخرالدين رسنيو ته ويلي: (( زموږ د کليوالو ستونزې له کلونو راهيسې دوام لري. د تګراتګ لپاره سم سړک نه لرو. وخت ناوخت اميدواره مېرمنې او نورې ناروغانې په دې وخت کې چې سړک نه وي، څنګه د خره يا اسپ په وسيله خپل بيړنی ناروغ روغتون يا کتنځای ته ولېږدوو، چې سړک نه وي، ۸۰ سلنه امکان لري چې زموږ ناروغ له مرګ سره مخ شي. )) دی نيوکه کوي، سره له دې چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې له لوري ميليارډونه ډالر راغلل، خو د دې سيمې لپاره، چې شاوخوا دوه زره کورنۍ او دوولس زره وګړي پهکې اوسېږي، يو روغتيايي کلينيک هم نهدی جوړ شوی.په همدې حال کې د بغلان د نهرين ولسواۍ د ((بُزدرې )) اوسېدونکی توپان هم وايي ،چې په ياده سيمه له روغتيايي مرکزونو نه اووه ساعته لرې دي او وګړي يې د سړک نه موجوديت له امله خپل ناروغان پر خپل وخت روغتيايي مرکزونو ته نهشي رسولی.دی زياتوي: (( زموږ د سيمې له ټولو ستره ستونزه روغتيايي مرکزونو ته نه لاسرسی دی؛ آن له ښاره شپږ اووه ساعته لرې يوو. ناروغ پر خپل وخت ډاکټر ته نه شو ور رسولی. دويمه ستونزه مو دا ده، چې د خلکو د تګراتګ لارې په څېر نا معياري سړکونه لرو؛ زموږ ډېری کلي لا هم د موټرو سړک نه لري. )) بل خوا د بغلان د والي وياند علم مجيدي وايي ،چې تر اوسه په دې ولايت کې کومه پرمختيايي پروژه نهده عملي شوې او که عملي کېدې، د کليوالو د ستونزو حل يې لومړيتوب دی. نهرين ولسوالي د بغلان د ۱۵ ولسواليو له ډلې ده ،چې د ډېرو لرې پرتو سيمو اوسېدونکي يې روغتيايي خدمتونو او د تګراتګ لارو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي.