افغانستانخبرونه

د ننګرهار کانال شرکت کې پر نږدې ۲۰ زره جريبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي

د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وايي، چې د ياد کانال په بېلابېلو سيمو کې نږدې پر ۲۰ جريبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي.د ننګرهار کانال شرکت رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټو سږني حاصلات به د تېر کال په پرتله ډېر وي، په داسې حال کې چې تېرکال د ياد کانال د مالټو حاصلات ۳ زره او ۲۰۰ مټريک ټنه ښودل شوې وو.کظيم د دې کانال د مالټو د ډېرښت لاملونه د نويو بڼونو حاصل ته رسېدل او د مالټو د بڼونو ښه پالنه يادوي.د افغانستان ختيځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونه مديترانه يي اقليم او د مالټو، نارنجو او ليمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.په ننګرهار کې پر مالټو سربېره د کانال په ځمکو کې خرما، زيتون، غنم، جوار او نور کرنيز توکي هم کرل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *