افغانستانخبرونه

د ننګرهار کانال رياست په سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې

د ننګرهار ولايت کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم له کابل ورغلې پلاوي ته د غصب ځمکې ليدنې په مهال وويل ،چې د کانال رياست ۴۵۰۰ جريبه ځمکه غصب شوې او خلکو پرې کورونه جوړ کړي. رئيس وويل موږ په ارامه ناسته نه يو ، بېرته راګرځولو لپاره مو جدي هڅې روانې کړي،خو د غصب برخې ته ګډ کار کولو اړتيا ده هيله ده ،چې اړوند ارګانونه همکاري وکړي موږ به هېچاته اجازه ورنه کړو ،چې د کانال يوه لويشت ځمکه غصب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *