
د ننګرهار ولايت دچاپېرىال ساتني رياست له لوري د جلال آباد ښار د ٩مې ناحيې اړوند د يوولسمي ويالې په سيمه کي د فارم او د چرګانو د دانې جوړولو له توليدي فابريکې څخه د کنټرول په موخه ليدنه ترسره شوه. د نظارت په ترڅ کي د فابريکې مسئولينو ته نيمګړتياوي په ګوته شوې او ورته لارښوونه وشوه چې د چاپېريال ساتني اصول رعايت او په پام کې ونيسي.د چاپېريال ساتنې ملي اداره د صنعتي او توليدي فابريکوله مالکانو څخه غوښتنه کوي چې په خپلو فعاليتونو کي چاپېريالي معيارونه عملي کړي او د دې ترڅنګ دي د هوا د ککړتيا د مخنيوي مقررې د ۱۴ مې مادې د حکم پربنسټ لس سلنه ساحه د شنې ساحې لپاره ځانګړې کړي.