افغانستانخبرونه

د ننګرهار په بهسودو کې ۲۲۰۰ جريبه ځمکه امارتي تثبيت شوه

په ننګرهار کې د امارتي، سلطاني، مرعي او و قفي ځمکو له غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوي د مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ په خپل کاري سفر کې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د جمالي، عبديانې، قاسم آباد او بهسود خاص قريو کې تقريباً 2200 جرېبه ځمکه امارتي تثبيت کړه. ښاغلي محمد زياته کړه، چې د جمالي، عبديانې، بهسود خاص په قريو کې او همدارنګه د قاسم آباد په ښارګوټي کې د ښاروالۍ له لوري چې هېوادوالو ته يو شمېر رهايشي نمرې په قانوني توګه وېشل شوي دي، د غاصبينو له خوا په زياته اندازه نمرې غصب شوي، چې له تثبيت څخه وروسته به يې د تصفيې په اړه هم تصميم ونيول شي. محمد وويل ،چې په ننګرهار کې د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو له غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوي به د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته سفرونه وکړي او غصب شوې ځمکې به تثبيت او لېست به يې له مرکزي تخنيکي کمېسيون سره د وروستي تصميم نيونې په موخه شريک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *