افغانستانخبرونه

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست : روان کال مو ٣ زره کورنيو ته د سرپناه لازم امکانات برابر کړي

د ننګرهار د ټولګټو او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسئولينو د يوې ګډې خبري غونډې له لارې د خپلو کړنو راپور له رسنيو سره شريک کړ.په دې غونډه کې د ټولګټو چارو رئيس مولوي يار محمد محمدي وويل، چې د اسلامي امارت له بريا وروسته يې پر لسګونه کيلومتره لويو سړکونو جغل اچولي او هغه سړکونه، پلونه او پُلچکونه، چې زيانمن وو، جوړ او د ترافيکو پرمخ خلاص شوي دي.محمدي زياته کړه، چې د لعلپورې ولسوالۍ ريناوو پرچاو سيمه کې يې ۱۷ کيلومتره نوي سړک جوړ کړي، چې له دې وړاندې د يادې سيمې خلک د سړک د نشتوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.د نوموړي په خبره، د تورخم – جلال آباد لويې لارې د سړک ساتنې په موخه د ټولګټو چارو وزارت له بودجې څخه څو نوې تلې فعالې کړي، چې موخه يې د موټرو وزن کمول، په معيار يې برابرول او د سړکونو د تخريب مخنيوی دی.يار محمد محمدي وويل، چې په يادو ټولو پروژو شاوخوا ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او همداشان د يو کال په موده کې يې ۱۷ ميليونه افغانۍ عوايد افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس اکرام الدين مفتون وويل، چې د تېر يو کال په موده کې يې ۲۱ زره کورنيو سره نغدي، خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوي او شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابر شوې ده.مفتون زياته کړه: (( په مختلفو ساحو کې ٣ زره کورنيو لپاره د مرسته کوونکو موسساتو په همکارۍ سرپناه او لازم امکانات برابر شوي، ٣ زره کسانو لپاره د کار په بدل کې نغدي او خوراکي توکي وېشل شوي او دغه راز ٣ زره هغه کورنۍ، چې بېرته هېواد ته راستنې شوي هغوي سره هم د مرسته کوونکو موسساتو په همکارۍ مرستې شوي، چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.)) د نوموړي په وينا، هېواد ته بېرته راستنېدونکو کډوالو په مختلفو بهانو په نورو هېوادونو کې هېواد ته د راتلو پر وخت د ستونزو سره مخامخ وي، که چېرې نړيوالې او داخلي ادارې د کډوالو د اصولو سره سم کار وکړي، نو هره ورځ به په زرګونه کورنۍ خپل هېواد ته په اسانه توګه راستنې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *