
د ننګرهار د کانال رياست مسئولين وايي، چې په دې ولايت کې يې ۱۲ زره جريبه شاړه ځمکه په کرنيزه ځمکه بدله کړې، چې په ډېره برخه به يې د ستروسو باغونه جوړ شي.د ننګرهار د کانال رياست مسئولينو د يوه خبري کنفرانس پرمهال ويلي، چې په تېرو څه کم دوو کلونو کې يې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۱۲ زره جريبه شاړه ځمکه آباده کړې، چې په ډېره برخه به يې د ستروسو باغونه جوړ شي.د کانال رئيس غلام الرحمن کظيم وايي: موږهڅه کوو چې په دې ولايت کې کرنيزه برخه لا پياوړې او هغه ځمکې ورغوو، چې په تېر کې د بې پامۍ او سېلابونو له امله وېجاړې شوې دي.کظيم زياتوي: (( د اسلامي امارت له راتګ وروسته او کله چې د کانال رياست مسئوليت موږ ته سپارل شوي ،چې يو نيم کال پوره کېږي، په دې موده کې۱۲ زره جريبه ځمکه چې له پنځوسو کلونو راهيسې شاړه پرته وه؛ ّباده شوې او مختلف ډوله سرسبزي شوې او په راتلونکې کې به مختلف پيداوار راکړي.))دکانال رئيس وايي: اوسمهال د کانال اړوند د څلورګونو فارمونو له ډلې په درېيم فارم کې پر ۲۶ سوه جريبه ځمکه د ستروسو باغونه له پخوا آباد دي او تازه په ۹ نيم زره جريبه ځمکه هم د ستروسو بوټې ايښودل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې حاصلات څو برابره زيات وي.د کانال رئيس زياتوي: دا نوې باغونه پر هغې ځمکو جوړېږي، چې له کاره لوېدلې او ګټه ځنې نه اخيستل کېده.کظيم زياته کړه: (( د اسلامي امارت له راتګه وړاندې په ننګرهار کې په ۲۶۰۰ جريبه ځمکه د ستروسو باغونه تيار جوړ وو، موږ په تېر کال کې په ۹ نيم زره جريبه ځمکه د مالتې باغونه کرلي او راتلونکو کلونو کې به په ۱۷ زره جريبه ځمکه د ستروسو باغونه ولرو او د ستروسو اړتيا به پوره شي.)) د ننګرهار اوسېدونکي هم د باغونو او فارمونو د جوړېدو او ترميم پيل ته هيله مند دي او وايي، په دې سره به نه يواځې خلکو ته کاري زمينه برابره شي، بلکې تر څنګ به يې د بازار اړتيا هم پوره شي ،چې ورسره به د بهرنيو وارداتو مخه ونيول شي.د ننګرهار دوه اوسېدونکی شازمان او ګل حبيب وايي: (( زموږ د هېواد دا باغونه او تازه ميوې ډېرې ښې دي ځکه د کوکنارو ښه بديل دی او د دې ترڅنګ د دې بڼونو جوړيدل د ټول هېواد لپاره ګټه ده.))ګل حبيب زياتوي: (( کوم باغونه چې جوړ شول بايد حکومت په دې برخه کې له باغوانانو سره مرسته وکړي او دوی بايد د کېمياوي سرو مرسته وکړي.))مسئولين دغه راز په ننګرهار کې د زيتونو د تخريب شويو باغونو د رغونې خبر هم ورکوي او وايي، چې د ننګرهار کانال اړوند په څلور ګونو فارمونو کې يې نږدې ۴۰۰ جريبه ځمکه بيا آباده کړې او تمه لري چې څو کال وروسته به د ننګرهار زيتون پخوانی نوم خپل کړي.