افغانستانخبرونه

د ننګرهار د سره رود ښاروالۍ تر ۳ميليونو زيات عوايد راټول کړي

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ ښاروالۍ له بېلابېلو برخو څخه ۵،۳ درې اعشاريه پنځه ميليونه عوايد ترلاسه کړي همدا رنګه درېيو مياشتو په موده کې يې سلګونه متره سړکړنه جغل اندازي کړي د ويالو او ګل دانونو د جوړولو ترڅنګ يې د ولسوالۍ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، او منظمه پاک کاري هم ترسره کړې دا خبرې دسره رود ښاروال قاري رازمحمد جبارخېل د باختر اطلاعاتي اژانس سره وکړې نوموړي ويلي : داچې ټولو هېوادوالو ته معلومه ده ،چې د اسلامي امارت راتګ سره په ټولو ادارو کې د فساد مخنيوی شوی همدا لامل دی چې زموږ په عوايدو کې هم دتېر کال په پرتله يو ميليون زياتوالی راغلی، ده وويل: ښاروالۍ يوازې عايداتي اداره نه ده ښاروالۍ خدماتي اداره هم ده که له يوې خوا له خلکو عوايد راټولوي له له بلې خوا د پلان سره سم په ساحو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي، ده وويل : دسره رود ښاروالۍ د سلطانپور او مويې مبارک په بازارونو کې د اته سوه مترو په اندازه پياده رونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي د شمشپور او بلاباغ د کلو په مربوطاتو کې مو څه دپاسه دوه کيلو متره سړک باندې جغل اندازي کړې، د قلعه نو کلي ، کوڅې او ويالو باندې مو کانکريټ کړي، او په سړکونو مو ورته جغل اندازي کړې، د يادو کارو ترڅنک د سره رود ولسوالۍ مقام مخامخ مو په لسګونه متره نوي ګلدان هم جوړ کړي، همدارنګه د ولسوالۍ مقام مخامخ څخه مو د کانکريټي موانعو لرې کولو چارې ترسره کړي او ياد سړک مو د سره ترميم کړی او ولسوالۍ ته څېرمه يوشمېر دوکانونو مخو ته غصب شوې ويالې مو له غصب خلاصې کړي چې په دې کار سره سړکونه پراخه شوي او د ترافيکو پر مخ بېرته پرانيستل شوي، جبار خېل له خلکو غوښتنه وکړه ،چې په غيرې پلاني سيمو کې د کورنو او ودانيو له جوړولو څخه ډډه وکړي ده وويل: که هرڅوک چې نوي کورونه جوړه وي د نقشې سره سم بايد خپلې ودانۍ او ساختمانونه جوړ کړي ،ترڅو دده په وينا په راتلونکي کې له هر ډول ستونزو خودي وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *