افغانستانخبرونه

د ننګرهار د بيرو ځنګل ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی

د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمدي ويلي: بيرو ځنګل د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شګې سيمې په غونډيو کې جوړېږي چې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.دی زياتوي: د بيرو ياد ځنګل په جوړېدو سره به د شاتو مچيو فارم لرونکو ته د مچيو روزلو ښه زمينه برابره شي.محمدي زياتوي: ((د ننګرهار کرنې رياست له لوري په ښېوې ولسوالۍ کې په ۱۵۰۰ جريبه ځمکه د بيرو ځنګل د جوړولو چارې پيل کړې او ۸۰ سلنه کار يې بشپړ شوی، چې د ځنګل په جوړېدو سره به ځايي خلکو ته د شاتو مچۍ د روزنې په هدف ووېشل شي او دغه راز به د شاتو مچيو روزنکو ستونزه هم حل شي. )) بلخوا، په ننګرهار کې د شاتو مچيو روزنکي شکايت کوي، چې ډېر کله د بېرو د ځنګلونو او باغونو د نشتوالي له امله مجبورېږي چې مچۍ له زياتو قانوني پروسو وروسته پاکستان ته ولېږدوي او هلته په لوړ لګښت شات توليد کړي.د شاتو مچيو د روزنکو فارمونو د ټولنې مشر رياض محمد رودوال هيله مند دی، چې دا ډول ځنګلونو په جوړېدو سره به مچۍ روزنکي له کړاو او د نورو هېوادونو له احتياجه خلاص کړي.رودوال زياته کړه: ((په دې وروستيو کې چې په ننګرهار، لغمان او هلمند ولايتونو کې د بيرو ځنګلونو د جوړولو چارې پيل شوې، دا يو ښه اقدام دی، نو له دې سره به د شاتو حاصلات زيات شي او له دې وړاندې د بيرو د ځنګلونو د نشت له امله خپلې مچۍ پاکستان ته انتقالولې او دا ځنګلونه بايد لا زيات شي. )) د شاتو مچيو د روزنې يو بل فارم لرونکي سيد احمد شاه وايي، پاکستان او نورو هېوادونو ته د مچيو له انتقال ستړي شوي، نو اړتيا ده ،چې په کور د ننه ورته د پلوڅو او بېرو مصنوعي باغونه جوړ شي.د ده په خبره: ننګرهار چې کرنيز ولايت دی او ډېرې سيمې يې د کال په ډېرو مياشتو کې شنې وي، د شاتو مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى دى.سيد احمد شاه زياته کړه: ((اوس هم زياتره د شاتو مچيو روزنکي د بيرو د ځنګلونو نشتون له امله خپلې مچۍ هر کال پاکستان ته د روزنې په خاطر وړي او له زياتو ستونزو سره مخ يو، نو غوښتنه مو دا ده، چې بايد دلته د بيرو او دغه راز د پلوڅې ځنګلونه جوړ شي. )) د ننګرهار د کرنې رياست د مالوماتو پر اساس اوس په دغه ولايت کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعاليت کوي، چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *