افغانستانخبرونه

د ننګرهار او بلخ استناف محکمو زرګونه دوسيې څېړلې

په ننګرهار د استناف محکمې مسئولين وايي: د روان لمريز کال له پيل څخه تر دې دمه دوی ته ۹۶۵۵ دوسيې ور رسېدلي، چې له دې جملې يواځې ۴۶۸۰ څېړل شوي دي.د استناف محکمې د جزا ديوان رئيس مفتي کليم الله حقاني تيره اوونۍ په خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويلې، چې ۴۹۷۵ دوسيې يې د تشکيل د کمښت له امله پاتې دي.نوموړی وايي: هڅه کوي شته دوسيې هم پر وخت وڅېړي او د نيول شويو کسانو برخليک معلوم کړي.حقاني زياته کړه: (( د ننګرهار په ټولو محاکمو ته په تېر يوه کال کې ۹۶۵۵ دوسيې ورسېدلې او له ډلې يې ۴۶۸۰ څېړل شوي او ۴۹۷۵ دوسيې له څېړولو پاتې دي او همدارنګه ۵۷۰۹ وثيقې په ټولو محاکمو کې اجرا شوي دي.))
نوموړی زياتوي: په ياده موده کې يې شاوخوا ۳۰ تنو ته تعزيري سزا ورکړې ،چې له دې ډلې يې ۱۲ ښځې دي.
د ده په خبره: په سزا رسېدلو کسانو کې د بېلابېلو جرمونو کسان شامل دي.حقاني زياتوي: (( په ښار او ولسواليو کې ټول ټال له ۲۰- ۳۰ کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوې او په دوی کې يې دولس مېرمنې دي او پاتې يې نور نارينه وو، ياد کسان د زنا په تور نيول شوي وو او په همدې اساس ورته له ۴۰ دورو کمه سزا ورکړل شوې ده.))بل لورته عام خلک له اسلامي امارت څخه غواړي ،چې نيول شويو کسانو ته د خپلو عملونو سزا ورکړي.
د ننګرهار دوه اوسېدونکي سيد محمد او ذبيح الله وايي: که مجرمينو ته د خپل جرم مطابق سزا ورکړل شي، نو تر ډېره به د جنايي جرمونو کچه هم راکمه شي.سيد محمد زياتوي : (( هر څو ک چې په کوم جرم نيول کېږي، بايد سزا ورکړل شي چې نور خلکو ته يو عبرت شي او په دې سره به په ټولنه کې د جرمونو کچه هم کمه شي.)) ذبيح الله زياته کړه: (( نيول شوي کسان بايد خپله سزا وګوري، خو حکومت ته په کار ده چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، ځکه زياتره خلک د بې روزګارۍ له امله جرمونو ته مخه کوي.))
د ننګرهار د استناف محکمې چارواکي وايي ،چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د جرمونو کچه راکمه شوې او چارواکي هڅه کوي په دې ولايت کې يې دجنايي جرمونو د مخنيوي په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
په ورته وخت کې: د بلخ د استيناف محکمې مسئولين وايي، چې د ١۴٠١ لمريز کال له پيله تر اوسه په دې رياست کې ۹ زره ۹۰ دوسيې ثبت شوي، چې له ډلې يې ۵ زره ۳۶۸ دوسيې څېړل شوي او پرېکړه يې شوې ده.د بلخ د استيناف محکمې رئيس مولوي محمد يوسف ابوالوفا باختر آژانس سره په خبرو کې ويلي، چې د روان ١۴٠١ لمريز کال له پيله تر دې دمه ۹ زره ۹۰ دوسيې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۵ زره ۳۶۸ دوسيې څېړل شوي او په ۳ زره ۷۲۲ دوسيو کار روان دي.دغه راز په ټوليزه توګه د ښاري ابتدايه محکمې، د نظامي ابتدايه محکمې او د دې رياست د ولسواليو په ابتدايه محکمو کې ۱۱ زره ۷۹ بېلابېلو وثايق هم اجرا شوي دي. د ابوالوفا په وينا، په هېواد کې د اسلامي امارت له بريا وروسته ټولې قضايي چارې د محمدي شريعت د احکامو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو او لارښوونو سره سم پرمخ وړل کېږي.نوموړي وويل، چې د بلخ په ښار او ولسواليو کې محکمې فعالې دي او په خپل واک کې د خلکو لپاره لازم خدمتونه وړاندې کوي او د ولسواليو ټولې محکمې د ولسواليو په مرکز کې فعالې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *