افغانستانخبرونه

د ننګرهاراوسېدونکې: د دکرنيزو ځمکو د خونديتوب لپاره دې استنادي دېوالونو جوړ شي

د ننګرهار د يو شمېر هغو ولسواليو اوسيدونکي، چې استوګنيز کورونه او کرنيزې ځمکې يې د کونړ سيند ته نيږدې پرتې دي، له حکومت د سېند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو د جوړيدو غوښتنه کوي.د کونړ سېند ته څيرمه د پرتو ولسواليو اوسيدونکي شکايت کوي، چې هر کال د کونړ په سېند کې د اوبو د زياتوالي له امله يې کرنيزې ځمکې د استنادي دېوالونو د نشتون له کبله د سېند اوبه تخريبوي.د کامې ولسوالۍ د زاخېلو سيمه، چې د کونړ سېند ته نېږدې پرته ده، د يادې سيمې اوسېدونکی شاه ولي له حکومت د سېند غاړو ته د استنادي دېوالونو د جوړيدو غوښتنه کوي، چې هر کال ترې ځايي خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اوړي.شاه ولي زياتوي: (( زموږ کورونه د کونړ سېند ته نېږدې دي او هم مو ځمکې سېند ته نېږدې دي هر کال زموږ کورونه او کرنيزې ځمکې سيلابونه وړي، له حکومت غواړو ،چې د دې دواړو غاړو ته دې استنادي دېوالونه جوړ کړي ، ترڅو خلک له دې ستونزې خلاص شي.))د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمر خېلو د سيمې اوسيدونکی غلام صديق وايي: د سيلابونو په راوتلو سره ټول خلك وېرېږي چې كورنه او ځمكې به يې يوسي او په خبره يې تر دې دمه د دوى ډېرې ځمكې سېلابي څپو لاندې کړې دي.غلام صديق زياته کړه: (( زموږ کورونه او ځمکې هم کونړ سېند ته نېږدې دي او د سېند له امله له زياتو ستونزو سره مخ يو،ځکه ماشومان وېره هم وي، چې سېند يې لاهو نه کړي او هم مو ځمکې هر کال د سېلابونو او سيند کې د زياتو اوبو له امله تخريبيږي نو که استنادي دېوالون جوړ شي دا ستونزه به حل شي.))بلخوا د ننګرهار د سېنديزې حوزې د رياست مرستيال مولوي محمد صادق هاشمي وايي، په يو شمېر هغه سيمو کې يې استنادي ديوالونه پيل کړي ،چې د تخريب وېره يې ډېره وه، خو ټينګار کوي او وايې :لومړيتوب هغه سيمو ته ورکول کېږي ،چې اوس له تهديد سره مخ دي.هاشمي زياتوي: (( د کابل سينديزې حوزې له لوري د ننګرهار په مسلم آباد سيمه کې د کونړ سېند غاړې ته ۱۵۰۰ متره استنادي دېوال جوړ شوي د يوې مرستندويه ادارې له لوري او پلان هم لرو چې په ټولو هغه سيمو کې به استنادي دېوالونه جوړ شي، چې اوس له تحديد سره مخ دي.))
د نظرخاوندان په دې آند دي که د کونړ سېند دواړو غاړو د استحکام په برخه کې د استنادي دېوالونو پروژې پلې او اوبه يې مهار شي، نو زره ګونه هکتاره ځمکه او د استوګنې کورونه به د سېلابونو او د اوبو د پورته کېدو له تهديده وژغول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *