
د افغانستان اسلامي امارت عاليقدر اميرالمؤمنين شېخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۶/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق (۵۰۹) ګڼې حکم پر اساس د نيول شويو نشه يي توکو او په کې د کارول شويو وسايلو او تجهيزاتو د تخريب حکم ورکړ.په حکم کې راغلي، چې د شرابو او نورو الکولي مشروباتو، اُمان، پوډر، کوکائين، شيشه او نورو نشه يي توکو پلورونکو او توليدونکو ته دې تعزيري سزا ورکړل شي او ياد توکي او په توليد کې يې کارول شوي وسايل او تجهيزات دې تخريب شي.د دغه حکم له مخې د کورنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونه او استخباراتو عمومي رياست ګډ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياد توکي د اړوندې محکمې په حضور په عام محضر کې وسوځوي.