افغانستانخبرونه

د نارو‌ې د کډوالو شورا: په ۲۰۲۳ م کال کې له ۷۰۰ زرو افغانانو سره د مرستې پلان لرو

د نارو‌ې د کډوالو شورا مشر يان ايګلنډ ويلي: پلان لري په ۲۰۲۳ م کال کې ۷ سوه زره افغانانو سره مرسته وکړي، خو په دې شرط بېرته خپلې بشري چارې پيلوي،چې اسلامي امارت ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.ايګلنډ په يوه ټويټ کې ليکلي، که اسلامي امارت په نادولتي موسسو کې د ښځينه کارکوونکو د کار بنديز ته دوام ورکړي، شپږ ميليونه کسان به په افغانستان کې له قحطۍ سره مخ شي.يان دغه راز ويلي: دوی له ښځينه کارکوونکو پرته خپلو فعاليتونو ته دوام نه شي ورکولی او که دغه پرېکړه غځېږي شپږ ميليونه افغان ماشومان به له زده کړو بې برخې پاتې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *