افغانستانخبرونه

د ناروې د کډوالو شورا مشر: د افغانستان په پرمختيايي برخه کې بايد بشري مرستې وشي

د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ايګلند وويل: يوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان ستونزه نه هواروي او بايد د دغه هېواد په پراختيايي برخه کې هم مرستې وشي.يان ايګلنډ په ايکس پاڼه کې په يو شمېر پيغامونو کې ليکلي ،چې اوسمهال د افغانستان خلک له بل هر وخته د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري. ايګلند زياته کړه، چې د ناروې د کډوالو شورا کارکوونکو، چې ښځې هم پکې شاملې دي، په مستقيم ډول يې په افغانستان کې نارينه او ښځو ته بېړنۍ مرستې رسولي دي. د ناروې د کډوالو شورا مشر همدا راز زياته کړه: په داسې حال کې چې د مرستندويو بنسټونو لوړپوړو چارواکو لاوړمه ورځ دافغانستان په اړه غونډه وکړه، په دې هيواد کې يې بشري اقتصادي وضعيت ټکنۍ بللی دی. په همدې حال کې يوشمېر مرستندوی بنسټونه په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش په برخه کې د بوديجې له نشتوالي خبر ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *