افغانستانخبرونه

د مکروريانو برېښنا شبکې مېترونو ډېجېټلي کولو پروژه پرانيستل شوه

د اوو ميليونو افغانيو په لګښت د مکروريانو برېښنا شبکې مېترونو معياري دېجېتلي کولو پروژه پرانيستل شوه. د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ له لورې د کابل ښار مکروريانو برېښنا شبکې اړوند د نږدې ۱۰۰۰۰ انالوګ مېترونو پر ځای معياري ديجيتلي مېترونو نصبولو پروژه د اوو ميليونه افغانيو په لګښت پرانيستل شوه. د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني ددې پروژې پرانيستې مراسمو کې وويل، چې د برېښنا شبکې اصلاح او معياري کولو په موخه به د مکروريانو ۸۸۰۰ انالوګ مېترونه په عصري معياري ديجيتل مېترونو بدل شي.د ښاغلي رحماني پر وينا: په دې ګام سره د عوايدو راټولولو، د برېښنا ضايعاتو د کموالي، له شارټيو د مخنيوي او د منظمې برېښنا رسونې په برخه کې به مثبت بدلون رامنځته شي او د هر ډول ځاني خطرونو له پېښېدو به مخنيوی وشي. همداراز د کابل برېښنا رئيس مولوي حکمت الله آخند زاده وويل: دا چې د مکروريانو برېښنا شبکې زاړه (انالوګ مېترونه) له ۵۳ کلو وروسته د لومړي ځل لپاره له معياري سيستم سره برابرېږي او ډيجيټل ته بدلېږي، چې د برېښنا ضايعاتو مخنيوي او د عوايدو لړۍ د ښه والي په برخه کې به يو مثبت ګام وي. د ښاغلي آخند زاده په وينا: په تېرو کلونو کې د پخوانيو (انالوګ) مېترونو شتون په ياده شبکه کې د برېښنا ۷۰ سلنه ضايعاتو د رامنځته کېدو لامل کېده ،چې له انالوګ څخه ډيجيټل ته د يادو مېترونو په بدلېدو سره به ددې ضايعاتو کچه د پام وړ راټېټه شي. ډېجيټلي مېترونو ته د انالوګ مېترونو بدلولو دا ستره پروژه د مصرف شوې برېښنا دقيقې او کره محاسبې، د عوايدو راټولولو، د برېښنا ضايعاتو مخنېوي، د پېرودونکو له لورې د مصرف شوې برېښنا قناعت حاصلولو او د شبکې ډاډمنتيا په موخه تطبيق کېږي. د مکروريانو اړوند برېښنا شبکه په ساعت کې د نږدې ۲۳۰۰۰ کېلوواټه برېښنا انرژي مصرفوي، چې انالوګ مېترونه د عصري برېښنايي ټېکنالوژۍ له معيار سره برابر نه دي، نو په همدې موخه د افغانستان برېښنا شرکت ددې شبکې اړوند ټول مېترونه ډېجيټلي کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت رهبري پلاوي ددې پروژې پرانېستې مراسمو کې دا هم په ډاګه کړه، چې پلازمېنه کابل او ټولو ولايتونو کې د برېښنا انالوګ مېترونه ډېجټلي کېږي او د ټاکلي پلان له مخې تخنيکي کارکوونکي هره ورځ ددې معياري لړۍ پر چټکتيا کار کوي، چې په بشپړتيا سره به يې د برېښنا لګښت بشپړې کره محاسبې سربېره د هر ډول فساد او مېترونو کې د لاسوهنې څخه مخنيوي وشي. حسن خان اتل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *